اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غړو هيوادونو د مشرانو كونسل 23 مه غونډه سبا د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې پيل كيږي، په غونډه كښې به تجارت او معيشت ته خاص پاملرنه كولو سره سره د كلتوري تړون په لا پياوړې كولو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د شنګھائي تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون لپاره د غړو هېوادونو استازي وفاقي پلازمينې ته رارسېدل پېل شوي كومو ته چې تود هركلے وئيلې شي۔ د ښار ټول مهم ځايونه رنګ په رنګ رڼاګانو او د پاكستان په بېرغونو سينګار كړې شوي۔ د چین سټېټ کونسل وزیراعظم لی کیانګ د اعلی كچ يو پلاوي سره وفاقي پلازمينې ته رارسېدلے چرته به چې هغه د پاكستان سول او عسكري مشرتابه سره ملاقات كوي۔ د شنګھائي مرستې تنظيم دويم تر ټولو اعلی فورم اېس سی او سی اې?? جی د دوه ورځنۍ غونډه مشري به وزيراعظم شهباز شريف د كونسل د موجوده چي??رم??ن په توګه كوي۔ سرمشريزه غونډه كښې د ګډون كوؤنكو غړو هېوادونو په مشرانو كښې د چين وزیراعظم سټېټ کونسل لی چیانګ، د بیلاروس وزیراعظم رومان ګولوف چینکو، د قازقستان وزیراعظم اولړاس بیک تینو??، د روسيه وزیراعظم میخائل مشوستن، د تاجکستان وزیراعظم کوهر رسول زادہ، ازبک وزیراعظم عبداللہ اریپو??، د کرغزستان د وزيرانو كابينې چي??رم??ن ړاپارو?? اکیل بیک، د ایران نائب صدر رضا عارف او د هند خارجه وزير سبرامنيم جے شنكر شامل دے۔ دې سره سره منګوليا د مبصر په توګه په دې غونډه كښې ګډون كوي۔ د ترکمانستان د خاص مېلمه په توګه نمائندګي د وزيرانو د كابينې نائب چي??رم??ن راشد مریدوف كوي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو نورو مېلمنو كښې د اېس سي او عمومي سېكتر جانګ منګ، ډائرېکټر اېګزېکټو کمېټی ایس سی او ریجنل اېنټی ټېررسټ سټرکچر رسلان مرزائی??، د بورډ آف ایس سی او بزنس کونسل چی??رم??ن عاط?? اکرام شېخ او د کونسل آف اېس سی او انټر بېنک یونین چی??رم??ن مارات ییلی بائیف شامل دي۔ د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه كښې به په معیشت، تجارت، ماحولیات او د سماجي او كلتوري تړون څانګو كښې په روانه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه كولې شي او د تنظيم د كاركردګۍ جاج به اغستلې شي۔ د شنګھائي همكارۍ تنظيم غړو هېوادونو لارښود به دوه اړخيزه مرسته زياتولو او د تنظيم بجټ منظورۍ له مهمې تنظيمي پرېكړې هم كوي
Nguồn bài viết : Vegas Gaming Club