اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او)كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ (سي اېچ جي) 23 مه غو??ډه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په جناح كنونشن سنټر كښې پېل شوه٬ وزیراعظم د اېس سي او غو??ډه كښې ګډون كوؤ??كو حكومتي مشرانو ته تود هركلے ووے۔ په غو??ډه كښې د ګډون كوؤ??كو غړو هېوادونو زياتره حكومتي مشران او وزيران تېره ورځ وفاقي پلازمينه اسلام آباد ته رارسېدلې وو۔ د چين وزيراعظم لي چيانګ وړاندې څخه د پاكستان په سركاري دوره راغلے دے۔ د شنګھائي مرستې تنظيم غو??ډه كښې ګډون كولو له د روسيه وزيراعظم میخائل مشوستن او د ايران د معدنياتو وزير محمد اتابک هم پاكستان ته رارسېدلے دے۔ په غو??ډه كښې به د اېس سي او غړو هېوادونو ترمينځه د معيشت ٬ تجارت، ماحولیات او سماجی او كلتوري رابطو په څانګو كښې په روانه مرسته د خيالاتو څرګندونه او دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو سره سره په نورو چارو غور كولے شي۔ كونسل آف هېډز آف ګورنمنټ (سي اېچ جي) د اېس سي ا?? تنظيم دويم تر ټولو اعلی فورم دے د كومي مشري چې پاكستان سره د?? او وزيراعظم شهباز شريف دا مهال ددې كونسل د چيئر په منصب فائز دے۔ د اېس سي ا?? تنظيم دوه ورځنۍ سرمشريزه غو??ډه كښې د چین، روسيه، کرغزستان، بېلاروس، تاجکستان، ترکمانستان، قازقستان، منګولیا، هند ، ایران او نورو هېوادونو لارښودو سره سره مبصر هېوادونه او ډائيلاګ پارټرنرز ګډون كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف په جناح كنونشن سنټر اسلام كښې غو??ډې څخه وړاندې د غړو هېوادونو لارښودو ته هركلے ووے۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې پاكستان د كرغزستان په پلازمينه بشكيك كښې په اكتوبر 2023 كښې شوې غو??ډه كښې كال 2023-24 لپاره د حكومتي مشرانو د كونسل چيئر سنبال كړے ؤ۔ وزیراعظم شهباز شريف تېره شپه د اېس سي او مرستې تنظيم غړو هېوادونو د پلاويو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړه په كومه كښې چې د چین، روسيه، تاجکستان، کرغزستان، قازقستان، بیلا روس او ترکمانستان په شمول د غړو هېوادونو لارښودو او استازو ګډون وكړو۔ په دې موقعه وزيراعظم شهباز شريف او نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار مېلمنو ته هركلے ووے او په غو??ډه كښې ددوئي ګډون يۍ خوشبين وګرځولو۔ كوربه وزيراعظم ګډون كوؤ??كو مېلمنو سره عكسونه واخستل۔ د اېس سي او غو??ډې ته د وزيراعظم شهباز شريف له افتتاحي خطاب څخه وروستو به د بهرنيو پلاويو مشران خطاب كوي۔
Nguồn bài viết : Thuật toán bắn cá