اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی)پاکستان او بېلاروس د دوه اړخیزه اړیکو په اوسني مثبت رفتار د اطمینان څرګندونې کولو سره د خپل تړون لا مستحكمولو ٬ د بين الپارليماني تبادلو مضبوطول?? او دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو له د شريك عزم پخلي كولو سره سره د اداره جاتي مرستې د لارې د دې رفتار برقراره ساتلو ته اتفاق كړے دے۔ د بېلاروس صدر الېګزېنډر لوكاشينكو د پاكستان دورې پ?? مهال د پاكستان او بېلاروس ترمينځه د نهې پ?? ورځ د پلاويو په كچه خبرې وشوې او يو شمېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه يې لاس ليك كړل۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جمهوري بېلاروس صدر الېګزېنډر لوكاشيك?? او وزيراعظم شهباز شريف د خپل خپل پلاوي مشري وكړه۔ د دواړو هېواد??نو ترمينځه د پلاويو په كچه د خبرو دا پړاؤ د پاكستان او بېلاروس ترمينځه د غوره دوه اړخيزه اړيكو عكاسي كوي۔ دواړو اړخ??نو د دوه اړخيزه اړيكو بشپړ سپېكټرم سره سره په مهم سي??ه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه او دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو ٬ د بېن الپارليماني تبادلو لا مضبوطول?? او په خاص توګه دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو له يې د دواړو هېواد??نو د شريك عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم شهباز او صدر لوکاشینکو د پاكستان او بېلاروس ترمينځه د اړيكو په موجوده مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړه لارښودو د اعلی كچ په ملاقاتون?? او د اداره جاتي مرستې د لارې د دې رفتار برقراره ساتلو ته اتفاق وكړو ۔ دوئي د يو شمېر لوظنام?? او د تفاهم يادښت??نو (اېم او ېوز) لاس ليك كېدو مشاهده هم وكړه۔ په ملاقات كښې د پاكستان او بېلاروس ترمينځه 2025-2027 لپاره د بشپړې مرستې په روډ میپ سلاح راغله۔ د دې فرېم ورك د لارې د دوه اړخيزې مرستې پ?? اقدامات او د سي??ه ايز اقتصادي تړون په اهميت زور راوړلے شوے۔ دواړو اړخ??نو په دوه اړخيزه مرسته كښې تندي راوستلو له د مطلوبه قانوني تګلارې پ?? ښه كولوهم اتفاق وكړو۔ د بېلا روس صدر د اړيكو نوو اړخ??نو له د پاكستان د وزيراعظم د عزم ستائنه وكړه او په دې لړ كښې يۍ د خپل حكومت لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔ ده وزيراعظم ته د بېلاروس دورې كولو بلنه هم وركړه چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا پراخه شي۔ وزيراعظم د دورې بلنه قبلولو سره ووئيل د دغې دورې پ?? مهال به د تفاهم يادښت??نو ته د لوظنامو شكل وركړے شي۔ د بيان له مخې وزيراعظم اړوندو وزيرانو ته هدايات وركړل چې هغوي زر تر زره په دې لړ كښې ضروري ګامونه پورته كړي
Nguồn bài viết : Xổ số Max 3D